@bamsibeyrek.khalid: د کچه خاورو نه جوړ دے ځائے په ځائے په لوګي تور دے دا بوتکي بوتکي چې ښکاري دا زما د جانان کور دے د غرمې دلته اودۀ وي هم د دې څپر د لاندې وچې څانګې پرې پرتې دي د کدو بوټے پرې خور دے د منګو قطار ته ګوره په ګړونج کښې چې پراتۀ دي هم په دغه جام اوبه څښي چې په سور منګي نسکور دے کټوۍ باندې په نغري ده د لرګي څمڅۍ پکښې ده چې نرے لوګے ترې خېژي لګېدلې پسې اور دے دا تنور دَېوال خوا کښې هغه ګټ کښې دونکاچه ده دونکاچې سره په خوا کښې کشمالی بوټی سمسور دے څو چرګان پکښې اخته دي بُوس په پنجو باندې نولي د کوڅې د ور په خوا کښې د څاروو هغه اخور دے د کوهي سره په خوا کښې دا زاړه ونه د توت ده اوس موسم د پسرلي دے د توتانو پکښې زور دے د کوټې په ګوټ کښې ګوره څه په خوند ځانګو ځنګېږی الله للو للو شه ، څنګه خوږ اواز د مور دے لا خو اوس تنور لمبه شو ډوډۍ روستو به پخېږی د دېوال په میخ کښې زوړند ګوره هغسې لا شکور دے د دې کور دا ښکلي خلق څوک به څنګ کړي د نظره دا امېل د اګو ماتو هغه ښکر په بلۍ سور دے په زاړه ماته کټوۍ کښې د ورښاړي سرۀ ګلونه ما ګلونه ډېر لیدلي خو د دې حُسن لا نور دے یو خوا وچ ډکي پراتۀ دي دا خشاک دی د سېزلو بل خوا شنه ګیاه کوَری کښې چا ټومبلی پکښې لور دے مېښه لنګه شوملې ډېرې ډیچکوړی د کوچو ډک دی نن به حلَق زما غوړ شي دا دَ ډېرو ورځو سپور دے په غپ غپ یې ځان ښکاره کړو ځکه ما ترې ډډه وکړه ګنې خلق داسې وایی چې خړ سپے د ګیدړ ورور دے کندو ډک دی د دانو نه څګني فصلونه ښۀ وو اوس دې خپله برخه یوسي په جانان که د چا پور دے هغه جاله د خسڼو د برګو منځ کښې چې ښکاري توته کرکی بهر لاړه د بچو یې پکښې شور دے دا خیرن کور به صادقه تاج محل باندې ورنکړم هغه دلته کښې ووسېږی چې زما دَ زړۀ ټکور دے دَ ډیوټ نه لږ په پورته د برګو نه لږ په ښکته پۀ دېوال کښې یو دَرے دے چې تالے پکښې نسکور دے حسین احمد صادق

خالد یوسفزۍ
خالد یوسفزۍ
Open In TikTok:
Region: PK
Wednesday 25 June 2025 21:38:06 GMT
185498
11393
191
1982

Music

Download

Comments

chotanwab75
Hafeez Yousafzay :
bhai da shayri da barq saib da
2025-06-26 16:50:43
3
joun_ki_shahzadi
. :
plz Capshin snd kro
2025-06-26 20:26:27
0
ryk7864
⚡💫ELITE⚡COMMANDO 💫⚡ :
bro Save opation on ka💞
2025-07-25 19:48:04
0
afghan.9220
SAREER AHMAD KHAN 🚩 :
singer name 🥰
2025-06-26 11:16:11
2
junaidkhan42556
Dr. Engr. Junaid Khan :
Mara save option on ka 😭
2025-06-28 20:25:00
0
salman786khan23
꧁💖❤︎ﮩ٨ـﮩﮩ٨ـ𝙎ﮩ٨ـﮩﮩ٨ـ❤︎💖꧂ :
full gazal send ka plzzz
2025-06-30 10:50:41
0
skmomand86
✅صدر صېب⚡ :
bro caption send ka please 🥺
2025-06-27 03:11:37
0
nooraye01
kashmere :
Captions send me plz❤️
2025-06-26 14:47:48
1
bacha_9t1
BAچHa 🦋 :
caption snd🥹❤️‍🩹
2025-07-25 20:21:27
0
zubair.mohmnd
Zubair Mohmand :
Caption
2025-06-27 07:45:44
0
pekhwarijeni
Staso Mena!♥️ :
Caption please.🥺
2025-06-26 10:52:38
0
soldierofbachakhan635
باچاخان بابا کا ساپہی نشنل635 :
HAD DEE YAR😊😊😊😊😊
2025-07-17 19:08:14
1
taqas6
TDR :
Who is the singer
2025-06-28 00:10:45
0
lavender11244
dreamers :
caption plzz
2025-06-27 10:44:04
0
jwandparast136
𝙃𝙆 🥀🖤✨ :
Deer Kholee Yar 🥰🔥
2025-06-26 13:23:21
0
haseeb_khan312
┈━═☆❣️ℍ𝘢ຣᵉ𝔢𝒃ĶᏂ𝘢𝗇❣️☆═━┈ :
caption send me plz.🥰
2025-06-30 18:11:26
0
hamza44326
T o o r :
caption plz
2025-06-28 10:15:21
0
heerbayarkhan3
HEER BAYAR KHAN DAUDZAI :
save option please 🥺
2025-06-26 17:52:15
0
farhanyousfxai
Farhan Yousafzai 🇰🇷 :
caption jani
2025-06-28 14:09:16
0
criminal____302
⚠️ :
caption please
2025-06-26 15:30:20
0
itzmalik448
〽️A-L-I-K🇵🇰⚔️ :
Had dy ❤️🔥
2025-06-28 06:31:15
0
shahfahadyousafzia1
Shah Fahad Yousafzia :
HaD 👀
2025-06-28 11:22:10
0
burhankhan7918
swat💝king :
wow yar🌸🖤
2025-06-27 13:22:05
0
yaseenullah944
Yaseen mobile service shabqdar :
saed
2025-06-27 17:44:12
0
khoushalkhan0124
🇵🇰SK یوسفزئی 🇦🇫🫲 :
nice
2025-06-27 10:59:45
0
To see more videos from user @bamsibeyrek.khalid, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About