@ehsankhadim2: د یوه تورپوستي هلک او فلج میلیونه‌ره ښځې کیسه یو غریب تورپوستی هلک له یوې فلج میلیونه‌ره ښځې وپوښتل: «کولای شم تاسې درملنه کړم، یوازې د دې پاتې شوې ډوډۍ په بدل کې؟» ښځې موسکا وکړه — او له هماغې شیبې هر څه بدل شول… په داغه د غرمې د اوړي یوه توده ورځ وه، په اتلانتا ښار کې «کارولاین ویتمن» خپل ویلچیر د یوې آرامې کافې مخې ته پر فټ‌پاته روان کړ. هغه پخوا د ټکنالوژۍ یوه مشهوره سوداګره وه چې انځور یې د مجلو پر مخ چاپېده، خو اوس د خپلې یوازینۍ استوګنې او ویلچیر له کبله پېژندل کېده. پنځه کاله مخکې، یو ټرافیکي پېښې د هغې دواړه پښې فلج کړې وې او د ژوند ډېره خوښي یې ورڅخه اخېستې وه. کله چې یې د لمر عینکې جابه‌جا کولې، ناڅاپه یو غږ یې حیرانه کړ: — «ببخشئ مېرمن… زه کولای شم تاسې درملنه کړم، یوازې د دې پاتې شوې ډوډۍ په بدل کې؟» کارولاین په حیرانتیا وکتل. مخکې یې یو هلک ولاړ و، چې ښايي له څوارلسو کلونو نه زیات عمر یې نه درلود. توره پوټکی یې له خولو لند و، کمیس یې شلېدلی او بوټان یې زړېدلي وو. هغه یوه کاغذي کڅوړه کلکه نیولې وه، لکه ټوله شتمني یې هماغه وي. خو سترګې یې ډاډمنې وې — لوږه یې یوازې د ډوډۍ نه وه، بلکې د چانس لپاره. په لومړي سر کې کارولاین په سپکه وخندله؛ تمه یې لرله هلک به پیسې غواړي یا به یوه مبالغه‌امېزه کیسه ووایي. خو پر ځای یې داسې جدي‌توب ولید چې هغې ګډوډه کړه. — «څه دې وویل؟» هلک د ستوني غوړه تیر کړه او ویې ویل: — «زه کولای شم درسره مرسته وکړم چې قوي شئ. د فزیوتراپي حرکات مې زده کړي دي — کششي تمرینونه، د بدن تمرینونه، ښايي بیا مو پښې خوځېدونکي شي. ویډیوګانې ګورم، کتابونه لولم، تمرین کوم… خو که ډوډۍ و نه خورم، دوام نه شم ورکولای. مهرباني وکړئ!» کارولاین حیرانه وه: په هغې نړۍ کې یې ډاکترانو او متخصصینو ویلي وو چې هیڅ پرمختګ ناشونی دی. خو اوس یو بې‌وزله هلک داسې ادعا کوله چې هلته بریالیتوب ممکن دی چې نور ټول پاتې راغلي وو. د هلک نوم «مارکوس کارټر» و. د هغې شک ترې نه ورک شو، خو تجسس یې پرې غالب شو. ورو ورو وویل او د کافې پر کڅوړه یې اشاره وکړه: — «ښه، مرسته وکړه، زه هم ډاډه کېږم چې نور به هیڅکله وږي پاتې نه شې. راځئ ووینو رښتیا په ځان باور لرې که نه.» له هماغې شېبې — د یوې فلج میلیونه‌ره او یوه لوږي هلک تر منځ ناڅاپي تړون — دواړه یې پر داسې لارې واچول چې هېڅ یې نه اټکل کاوه. سبا سهار، مارکوس د کارولاین پر شانداره اپارتمان حاضر شو. د تمرینونو کتابچه یې په لاس کې وه چې په خپل خط یې د کتابتونونو نه لیکلې وه. کارولاین په تمسخر ورته وویل: — «ښه، روزونکیه، ووایې څه لرې.» تمرینونه یې پیل کړل. د هغې پښې یې ورو ورو خوځولې او هڅوله یې چې مقاومت وکړي. په لومړیو ورځو کې کارولاین له درد او مایوسۍ ډکه وه، خو مارکوس نه ستړې کېده: — «ته تر هغه ډېر زوروره یې چې فکر کوې. یو ځل نور هم، همدا اوس مه درېږه.» هره ورځ به راګرځېده. د وزنونو تمرینونه، د تعادل هڅې، ان د ولاړېدو هڅې. ورو ورو، د هغې په پښو کې کوچني خو څرګند بدلونونه راښکاره شول. په څو اونیو کې داسې ورځ راغله چې کارولاین د څو ثانیو لپاره پرته له ویلچیر ودرېده. سترګې یې له اوښکو ډکې شوې: — «کلونه شول داسې مې نه احساس کاوه.» مارکوس موسک شو: — «ما درته ویلي وو، یوازې داسې څوک دې پکار و چې باور یې درباندې وکړ.» ورو ورو د هغې ژوند بدل شو. له یوازیتوبه راووتله، په باغ کې یې د څو قدمونو د تګ هڅه وکړه، په داسې حال کې چې ویلچیر یوازې د احتیاط لپاره و. مارکوس هم بدل شو: د ډوډۍ، پاکو جامو او تشویق په مرسته یې نوی امید پیدا کړ. اوس یې د ښوونځي، بورس او د ډاکتر کېدو خوبونه لرل. کارولاین په ژوره سپاس ورته وویل: — «ته یوازې دا نه چې ماته دې د بیا تګ مرسته وکړه، بلکې ماته دې وښوده چې ژوند ولې د مبارزې وړ دی.» مارکوس ځواب ورکړ: — «او ته ماته هغه فرصت راکړې چې هېڅکله مې فکر نه کاوه ولرم. دا له ډوډۍ هم قیمتي دی.» د هغې د پرمختګ خبر د خلکو تر منځ خپور شو. کله چې یې پوښتل د دې بدلون راز څه دی، هغه په ویاړ ویل: «یوه کوڅه‌نی ولیک، نه ګران بیه کلینیک!» او حقیقت دا و: یوې میلیونه‌ره چې کلونه یې په یوازیتوب کې تېر کړي وو، خپل آزادي د یوه غریب هلک په همت وموندله. او هماغه هلک چې د پاتې ډوډۍ لپاره یې غوښتنه کړې وه، عزت، هدف او راتلونکی وموند. هر څه د هغه ساده، خو زړورې پوښتنې نه پیل شول: — «کولای شم تاسې درملنه کړم، یوازې د دې پاتې شوې ډوډۍ په بدل کې؟» ⸻ 🌿 پند: ژوند ډېر وخت په وړو شیبو کې بدل کېږي. یو کوچنی ګام، یوه ساده پوښتنه، یا یو خیر کوچنی عمل، د یو چا لپاره د نوي نړۍ دروازې پرانستلای شي. هیڅ فقر، ماتې او خنډ د هغه انسان پر وړاندې نه درېږي چې باور لري. پښتو ژباړه راز محمد فیضي

احسان  غلجی
احسان غلجی
Open In TikTok:
Region: PK
Wednesday 01 October 2025 16:29:09 GMT
50345
1352
52
46

Music

Download

Comments

hope.asrs
Hope/: :
وروره دا متن يې يو ځل اصلاح کوه. ځينې کلمې سمې نه لوستل کېږي. کيسه عالي وه. 🥺
2025-11-05 15:23:20
2
ehsanullah.ehsaas
🦅Ehsas💔 patan 💔khan🦅 :
🥰مباریزه🥰
2025-10-04 11:25:32
0
user1796162993736
𝔑𝔬𝔬𝔯𝔷𝔞𝔦 ᒍᗩᑎ…🥰♥️ :
خوندوره کیسه وه❤
2025-11-21 04:28:08
0
abdulhadizaland6
abdulhadi zaland :
wow
2025-10-02 09:59:39
2
safiullahmomand060
ѕαƒιυℓℓαн мσмαи∂🍁 :
واه😞
2025-10-01 18:13:27
1
atta.walizai
𓆩atta.walizai𓆪 :
ریښتیا هم ❤
2025-10-02 14:16:33
1
ahmadshah.akf
Ahmadshah Akf :
واقعا چي شه کيسه وو
2025-10-17 09:37:55
0
ibrarafghann
ابرار افغان :
ډير ښه🥰
2025-10-02 02:35:23
1
ghani_khan552
️ :
بلکل سومره ښه
2025-10-01 16:38:34
8
almaswafa20
乙1x・RAJU÷H :
Don't give up
2025-10-02 19:02:08
1
elhamkhan7597
❕عطاء الهام 📿 :
واوا ماشا ءالله
2025-10-01 16:51:30
3
user6183993908425
685079 :
ولابیشکه وروره🥰🥰
2025-10-02 11:52:08
1
gullahmadkhoshal
ګل احمد خوشحال :
فیضی صاحب ډیره د خونده ډکه کیسه وه ژوند دی غواړم
2025-10-18 14:38:52
0
abid.jani910
abidkhan :
ڈیر شایستہ🥰🥰🥰🥰🥰
2025-10-02 07:24:13
1
userockqos4ax8
Noori :
وروره ډیر مننه کوم 🥰
2025-10-03 15:12:25
1
almaswafa20
乙1x・RAJU÷H :
waaaw❤
2025-10-02 19:01:56
1
hamid_zahir_2060
📚 Afg"ټانګ☠️^ـــ_&👣 :
❤️❤️❤
2025-10-02 21:12:21
2
arif.adil6
Arif Adil :
🥰🥰🥰
2025-10-02 19:16:59
1
princebaryal00
BaRyALoo MaNGAL🇦🇫🦅 :
2025-10-02 16:25:26
1
no.khan0
🔥Nasir Khan🔥 :
🥀🥀🥀
2025-10-02 15:23:08
1
user484534475
Mati Ullah :
🥰🥰🥰
2025-10-02 13:29:59
1
hj.z316
Hâjî Zâîñ :
🥰🥰🥰
2025-10-02 09:29:50
1
noori.kandahari89
aizat allah :
❤❤❤
2025-10-02 08:10:23
1
kefayat_ali
—͟͞͞★ A𝙡𝔦 ★ :
🥰🥰💯
2025-10-02 07:59:59
1
habib.ghaznawi8
Habib Ghaznawi :
🥰🥰🥰
2025-10-02 06:11:18
1
To see more videos from user @ehsankhadim2, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About