@m.eng.mumtaz.ahma: ایټالیا کې درې افغانان ژوندي په اور کې سوځېدلي؛ دوه پاکستانيان نیول شوي ایټالوي چارواکو ویلي چې د ایټالیا په سوېل، د کوزنزا ولایت اړوند د امېندولارا په سیمه کې، درې افغانان او یو پاکستانی وګړی په یوه خونړي برید کې د موټر دننه ژوندي سوځېدلي او مړه شوي دي. د ایټالیا څارنوالۍ ویلي چې دوه پاکستاني وګړي د دغو څلورو کډوالو کارګرانو د عمدي قتل په تور نیول شوي دي. د چارواکو په وینا، قربانیان او تورن کسان ټول د کرنې په برخه کې د موسمي کارګرانو په توګه کار کاوه. دا پېښه د دوشنبې په ماښام په یوه تېل‌پمپ کې رامنځته شوې ده. د امنیتي کمرو د انځورونو له مخې، بریدګرو پر موټر د اور اخیستونکو موادو تر شیندلو وروسته موټر ته اور ورته کړی دی او له عاملانو څخه یوه هڅه کړې وه د موټر دروازې تړلې وساتي، څو سپرلۍ ونه شي کولای له موټره ووځي. د دې برید په پایله کې څلور کسان د موټر دننه مړه شوي او یو بل کس د سختو سوځېدنو له امله روغتون ته لېږدول شوی دی. د قربانیانو له ډلې د څلور کسانو هویت د افغانانو په توګه تایید شوی دی. له ایټالیا څخه یوه پاکستاني وګړي په یوه ویډیويي پیغام کې ادعا کړې چې په دې پېښه کې وژل شوي ۴ واړه افغانان وو او د علي حسن او بټ په نومونو د دوو پاکستاني وګړو له‌خوا په ژوندۍ بڼه سوځول شوي دي. د هغه په وینا، یو ټپي افغان ځان پولیسو ته رسولی دی. #afghanistan🇦🇫 #foryou #fyp #viral #foryoupage

Al Arabiya Farsi-العربیه فارسی
Al Arabiya Farsi-العربیه فارسی
Open In TikTok:
Region: US
Wednesday 03 June 2026 08:16:34 GMT
3250
50
10
55

Music

Download

Comments

ok001_2
🖤੍᭄͜͡ I'ᴍ 𓆩Ȏ̈𓆪𓆩K̑̈𓆪 :
خدا رحم کند 🥲
2026-06-03 08:20:40
3
ma.taand.001
𝐌.ᴇⁿᵍ᭄ 𝐌.𝐀.𝐓𝐚𝐚𝐧𝐝 :
الله د جنتونه ورکړی 🥲🥲
2026-06-03 08:24:28
1
ok001_2
🖤੍᭄͜͡ I'ᴍ 𓆩Ȏ̈𓆪𓆩K̑̈𓆪 :
🥲🥲🥲
2026-06-03 08:20:16
1
ok001_2
🖤੍᭄͜͡ I'ᴍ 𓆩Ȏ̈𓆪𓆩K̑̈𓆪 :
😓😓😓
2026-06-03 08:20:21
1
ma.taand.001
𝐌.ᴇⁿᵍ᭄ 𝐌.𝐀.𝐓𝐚𝐚𝐧𝐝 :
😓😓😓
2026-06-03 08:24:37
1
To see more videos from user @m.eng.mumtaz.ahma, please go to the Tikwm homepage.

Other Videos


About